په رانچي کې داسترالیا او هند تر منځ د کرکټ سیالی څلورمي ورځي ته و غځیده

په رانچي کې داسترالیا او هند تر منځ د کرکټ سیالی څلورمي ورځي ته و غځیده . په دغه سیالی کې هند د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو سره   ۳۶۰ منډي جوړي کړي دي. تیري ورځ دلوبي تر پای ته رسیدو څخه وروسته چتیشوار پوجارا ۱۳۰ منډو په جوړولو سره، او وریدمن سها د ۱۸ منډو جوړلو سره د لوبي په ډګر کې پاتي شول، چه دوی ته اوس هم ۹۱ منډي پاتي دي ترڅو دمیلمه هیواد څخه لوبه وګټي. استرالیا ۴۵۱ منډي جوړي کړي دي. تیره ورځ هند دیو په مقابل کې ۱۲۰ منډي جوړي کړي. پوجارا او مورالي دلوبي په نیمایي کي وو. ویجی ۸۲ منډي جوړي کړي. او کپتان ویرت کهلي ۶ منډو په جوړلو سره دلوبي نه بهر شو. پوجارا ټوله ورځ ولوبیده تر څو هند د بریالیتوب لوري ته نږدي کړي. پیس پټ ۴ ویکټي اخیستلي دي، دا دي دواړو هیوادونو تر منځ د ۴ ازمویښتي سیالیو څخه ۳ امه سیالي ده، تر اوسه دواړه هیوادونه مساوي دي