په پاکستان کې ولسمشر ممنون حسین د هندوانو د واده لایئحه په قانون کې بدله کړه

په پاکستان کې ولسمشر ممنون حسین پرون د هندوانو د واده لایئحه په قانون کې بدله کړه. د دی سره به د هندوانو ودونه او کورنې حقوق خوندی وساتلې شی. ولسمشر د لومړی وزیر په صلاح دا لایئحه لاس لیک کړه. راډیو پاکستان راپور راکړی چې دا لایئحه به په هندی ټولنو کې د کوچنیانو د ودونو مخه ونیسی، د واده لږترلږه عمر به ۱۸ کاله وټاکې او د هغوی دود دستور او د نورو عنعنو دفاع به وکړی. دغه لایئحې لاندی د هندوانو ودونه به هم خوندی وساتلۍ شی. د هندوانو ښځې به اوس د خپلو ودونو لیکلې ثبوت هم تر لاسه کړی شی