یوګې ادیتیا نات د اتر پردیش ایالت ۲۱م مشر وزیر په حیث سوګند پورته کړو

یوګې ادیتیا نات د اتر پردیش ایالت ۲۱م مشر وزیر په حیث سوګند پورته کړو. د بې،جی،پی د ایالاتې څانګې مشر کیشو پرساد موریا او د ګوند ملې مرستیال رئیس دنیش شرما مرستیال مشر وزیرانو په حیث سوګند پورته کړی.والې رام نایک پرون ماسپښین د لکنو کانشې رام سمیتې اوپون کې مشر وزیر او د هغه د کابینې وزیرانو ته حلف ورکړو. د مشر وزیر او د مرستیال مشر وزیرانو نه علاوه د کابینې ۲۲ وزیرانو، د ایالت ۹ نور وزیرانو چې آزاد منصب لری او د مملکتې وزارت ۱۳ وزیرانو ته هم قسم ورکړی شو. لومړی وزیر نریندر مودی، د بې،جی،پی رئیس امیت شاه، د ګوند لوړ پوړې مشران ایل،کې اډوانی، مورلې منوهر جوشی، مرکزی وزیر وینکیا نایډو، د سماج وادی ګوند مشر ملایم سینګ یادو، سبکدوشه  شوی مشر وزیر اکلیش یادو او د ګڼو نورو ایالاتونو مشر وزیران په دغه لمانځ غونډه کې موجود ؤ. په عین حال کې لومړی وزیر نریندر مودی یوګې ادیتیا نات،کیشو پرساد موریا، دنیش شرما او نورو غړو ته مبارکې ورکړه