د پاکستان ځواکونو د جمو او کشمیر پونچ ولسوالۍ کې د کنټرول په کرښه بیا ډزی وکړی

د اوربند د سرغړونی په یوه بله پیښه کې د پاکستان ځواکونو پرون د جمو او کشمیر پونچ ولسوالۍ کې د کنټرول په کرښه ډزی وکړی. د دفاع سرچینو په حواله ویل شوی چې د پولی بلی خوا څخه ځواکونو پرون سهار شاوخواه ۶ بجې بی دلیله ډزی شروع کړی او بالاکوټ سیمه کې یی د هندوستان یو شمیر څوکۍ هدف جوړی کړی. دپولی ساتونکې ځواکونو په عملې توګه د دغه ډزو ځواب ورکړو او خال خال ډزی د شاوخوا یو ساعت پوری روانی وی. د هندوستان په اړخ هیڅ مرګ ژوبلی یا د ټپ راپور ندی راغلۍ