هند چین لخوا په اروناچل پردیش کې ۶ ځایونو ته نوۍ نوم د ورکولو نیوکه کړې

چین لخوا په اروناچل پردیش کې ۶ ځایونو ته نوۍ نوم د ورکولو نیوکه کولو سره هندوستان ویلې دی چې په ګاونډې هیواد کې سیمو ته نوۍ نوم ورکولو سره غیر قانونې قبضه قانونې حیثیت نه شی ترلاسه کولای. د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ګوپال بګلۍ وویل چې اروناچل پردیش د هندوستان مهمه او نه بیلیدونکې برخه ده او همیشه به داسی پاتې وی. چهارشنبې په ورځ چین اعلان کړۍ ؤ چې دی په شمال ختیځ ایالت کې ۶ ځایونو ته نوی رسمې نومونه ورکړی او دغه پارونکې ګام یی جایز عمل وبللو. د چین لخوا دا ګام هغه وخت پورته کړی شو کله چې یو څو ورځې مخکې بیجینګ سرحدی ایالت ته د دلای لامه په مسافرت هند ته سخت احتجاج وړاندی کړی ؤ. کلبوشن جادو په ترڅ کې د رسنیو پوښتنو ته په ځواب ورکولو ښاغلې بګلۍ وویل چې هندوستان په دغه ستونزه اسلام آباد څخه د رسمې غبرګون تمه کوی. نوموړی وویل کلبوشن پرضد ټول تورونه دروغ دی او پاکستان نړیواله ټولنه د بیلاری کولو هڅه کوی